د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، د شنبې په ورځ له پاکستان او ایران څخه ۸۲۹ کډوالې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۴۴۱۵ تنو ته رسېږي، افغانستان ته راستنې شوې دي.
د فطرت په وینا، د ننګرهار د تورخم له لارې ۷۱۲ کورنۍ هېواد ته ننوتې، چې له دې ډلې ۳۳۱ کورنۍ ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
نوموړي ویلي، دغو کورنیو ته د ترانسپورټ لپاره نږدې یو نیم میلیون افغانۍ کرایه ورکړل شوې او ۴۵۰ کورنیو ته نږدې ۳.۸ میلیونه افغانۍ مالي مرسته هم وېشل شوې ده.
هغه زیاته کړې چې د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷۳ کورنۍ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. همدارنګه د نیمروز د ورېښمو پل له لارې ۴۱ کورنۍ او ۴۸۴ نور مسافر هم هېواد ته داخل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د راستنو شویو کورنیو د لېږد، ثبت او لنډمهاله مېشتېدنې ترڅنګ، هغوی ته مالي مرستې هم ورکړل شوې دي.
سربېره پر دې، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستنو شویو کډوالو ته د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، او ښوونې او روزنې په اړه معلومات او پوهاوی هم وړاندې شوی دی.
ملا حمدالله فطرت ویلي، راستنېدونکي کډوال د هېواد بېلابېلو سرحدي لارو افغانستان ته راستانه شوي او د اړوندو کمېټو له خوا ورسره د لېږد او لومړنیو مرستو برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
راپور : مسعود عربزی

