د پنجشېر ولایت امنیې قوماندانۍ ددې ولایت په مرکز کې د ولي محمد شهید ښوونځي زدهکوونکو ته درسي توکي ووېشل.
د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، په دغو مرستو کې د ښوونځي بکسونه، کتابچې، د لمر ضد خولۍ او د زدهکوونکو نور اړین توکي شامل دي.
همدارنګه، د پنجشېر ولایت امنیې قومانداني وايي چې دا مرستې به دوام ولري او د نورو ښوونځیو زدهکوونکو ته به هم ووېشل شي.
د ولي محمد شهید ښوونځي هغه زدهکوونکي چې دغه ډالۍ یې ترلاسه کړې، خپله خوښي څرګندوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پنجشېر ولایت امنیې قوماندانۍ تېره اوونۍ هم د دې ولایت یتیم خانې ته قرطاسیه، جامې او نغدي پیسې مرسته کړې وې.
مسعود عربزی

