د لغمان ـ قرغيو ولسوالۍ کاکڅ، زړې قلعه سیمه کې د يوه خصوصي پانګوال له لورې د نهه ميليونه افغانيو په ارزښت يو مجهز کلينيک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه روغتیايي مرکز جوړونکی جسیم مموزی وايي دا يو سراپا کلينيک دی چې عاجل مريضان په کې تداوي کېږي او د بیړنې خونې ترڅنګ په کې جراحي، داخله، د غاښونو څانګه، مجهز درملتون او نسايي ولادي څانګې هم فعاله دي.
د سیمې اوسیدونکي خوښ دي او زیاتوي چې د دغه روغتیايي مرکز په جوړيدو سره به يې د روغتیا په برخه کې ګڼې ستونزې هواري .
د لغمان والي هم د ددغه کلینک په جوړيدو خوښي وښوده او زیاته کړه چې په دې سره به د کابل جلال اباد د لوي لارې د مسافرو او د دغې سیمې د اوسیدونکو ستونزې هواري او په وخت به په کې د پېښو د ټپیانو او ناروغانو درملنه وشي.
نوموړي همدراز په نورو پانګوالو هم غږ وکړي ، چې د هیواد په ابادۍ او ولس ته د اسنتياوو برابرولو برخه کې دې ونډه واخلي او دغه ډول پانګونې دې وکړي.
د يادونې وړ ده ، چې په دغه ولسوالۍ کې د دې روغتون وراخوا يو شمیر دولتي او د مرستندویه ادارو په مالي لګښت روغتیايي مرکزونه هم شته ، چې ولسي خلکو او د کابل جلال اباد په لویه لار رامنځته کيدونکو ترافیکي پېښو ټپیانو په درملنه کې مهم رول لوبوي.
راپور: سباوون ساحل

