د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د سویس د پراختیايي او همکاریو د دفتر له مشر ایریک مارکلي او د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رئیس عرفات جمال سره لیدلي دي .
ددغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې ایریک مارکلي په افغانستان کې د سویس د پراختیايي او همکاریو د دفتر د فعالیت له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د سویس حکومت له افغانانو سره له نږدې همکاریو او په افغانستان کې د بشري مرستو په موخه حضور ته لومړیتوب ورکوي.
مارکلي وویل، چې د سویس پراختیايي او د همکاریو دفتر د ملګرو ملتونو له ادارو سره افغان راستنو شویو ته د مرستو رسولو په برخو کې ګډ کار کوي.
نوموړي په افغانستان کې د کډوالۍ د دایمي حللارو په برخه کې له همکارۍ یادونه وکړه او د راستنو شویو په چارو کې یې په همغږۍ ټینګار وکړ.
مولوي عبدالکبیر پدې ناسته کې ویلي چې اسلامي امارت راستنو شویو ته د بېړنیو خدماتو تر څنګ ورته د دایمي سرپنا په برخه کې هم مرسته کوي او هڅې روانې دي چې په افغانستان کې د کډوالۍ موضوع په دایمي ډول حل شي.
وزیر په بشري برخو کې د نړیوالو مرستو پر اړتیا خبرې وکړې او یادونه یې وکړه، چې مرستندویه بنسټونه دې د کډوالو لپاره د ځانګړو شویو ښارګوټو په ابادولو کې ونډه واخلي.
سرچینه : شرق نیوز

