د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر اېکس ټولنیزه شبکه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور خپور کړی دی .
راپور کې راغلي چې د دوشنبې په ورځ له پاکستان او ایران هیوادونو څخه ۲۵۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۳۵ تنه کیږي وطن ته بېرته په جبر راستانه شول .
راپور وایي پدې لړ کې د تورخم له لارې (۵۳) کورنۍ چې د غړو شمېر (۲۹۴) تنه و، هېواد ته راستنې او د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې لخوا له تورخم څخه (۴۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۴۹) تنه و، بېلابیلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۲۱۴۵۶۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې او د مالي چارو د تنظیم کمېټې لخوا له (۴۸) کورنیو سره ټولټال (۴۰۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
راپور لیکي د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې (۱۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۳) تنه و، هېواد ته راستنې او د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له سپین بولدک څخه (۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۹) تنه و، بېلابیلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۴۴۰۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې او د مالي چارو د تنظیم کمېټې لخوا له (۸) کورنیو سره ټولټال (۷۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
بل پلو د نیمروز ولایت د ورېښمو پل له لارې (۱۶۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۰۵) تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده. همدارنګه (۱۱۳۹) تنه مسافر هم هېواد ته راستانه شوي اود مالي چارو د تنظیم کمېټې لخوا له (۱) کورنۍ سره ټولټال (۱۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې .
اخوا د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې (۲۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۳) تنه و، هېواد ته راستنې او د مالي چارو د تنظیم کمېټې لخوا له (۲۴) کورنیو سره ټولټال (۱۶۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
راپور وایي د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې لخواله کابل څخه (۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۵) تنه و، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۵۵۲۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
سرچینې زیاته کړې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې لخوا یادو راستنو شویو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
سرچینه: شرق نیوز

