د روسیې دفاع وزارت ویلي، د دغه هېواد ځواکونو د اوکراین مهم لوژستیکي مرکزونه او پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، دغو بریدونو کې د اوکراین د سمندري ځواکونو مرکزي دفتر، د اودېسا په کیلیا بندر کې د پوځي تجهیزاتو څلور زېرمتونونه او یوه باروړونکې بېړۍ چې پوځي تجهیزات یې لېږدول، په نښه شوي دي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، کیف کې د معلوماتو د پروسس او انټرنېټ د برابرولو یو مرکز، او همدارنګه د لوېدیځو هېوادونو د پوځي مرستو د ساتنې لپاره ځانګړی شوی یو لوژستیکي مرکز هم د روسي ځواکونو په بریدونو کې ویجاړ شوي دي.
سرچینه: شرق نیوز

