د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ يوه تازه پوسټ کې ويلي چې د ایران ځواب یې لوستلی خو په وینا یې دا هېڅ د منلو وړ نه دی
ټرمپ لیکلي ما د ایران د تش په نامه استازو ځواب ولوست زما خوښ نه شو دا هېڅ د منلو وړ نه دی
ورته مهال یو ایراني چارواکي له الجزیرې خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي چې یادې طرحې ته د ایران ځواب حقیقي او مثبت و

