د ننګرهار امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤلین وايي د کشفي معلوماتو پر بنسټ یې د سره رود او بټي کوټ ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې جلا جلا عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د یوې ښځې په ګډون ۶ تنه د نشه يي توکو د پېر او پلور په تړاو نیولي دي.
د یاد مدیریت په خبره، له نیول شویو کسانو سره ۴۴۵۹ دانې زیکب ګولۍ، ۵۰۷ دانې کا تابلېټ، ۵۷۲ ګرامه چرس، ۶۵ مرمۍ او یوه قبضه برچه هم ترلاسه او ضبط شوي دي.
مسؤلین زیاتوي، له یادو کسانو څخه یو بابوجي ډوله موټر هم ترلاسه شوی، چې د نشه يي توکو د لېږد لپاره ترې استفاده کېده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان د لا زیاتو څېړنو لپاره د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ته انتقال شوي او د قضیې له بشپړېدو وروسته به یې دوسیه د قانوني اجراآتو لپاره اړوندې محکمې ته وسپارل شي.
سرچینه : باختر اژانس

