د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ لپاره د نوي مسیر د ټاکلو په اړه له عمان سره هوکړه وروستیو پړاوونو ته رسېدلې، خو د دې لارې بیا پرانیستل د ځینو ځانګړو شرطونو په پوره کېدو پورې تړاو لري.
عراقچي ویلي، د زیانونو جبران، د ګواښونو پای ته رسول، د بندیزونو لرې کول او د ایران د شتمنیو بېرته ازادول د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو له هغو مهمو شرطونو دي چې امریکا ته پر میز کېښودل شوي دي.
هرمز تنګی د نړۍ د نفتو د لېږد له مهمو مسیرونو څخه شمېرل کېږي، چې د نړۍ د تېلو او ګازو شاوخوا پنځمه برخه له همدې لارې لېږدول کېږي
سرچینه : شرق نیوز

