د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي، چې په سالنګ کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د واورې ورېدل پیل شوي او نن هم دوام لري.
د نوموړي په وینا، د یادې لارې په بېلابېلو برخو کې د واورې د پاکولو چارې روانې دي.
هغه زیاته کړه، چې واړه مسافر وړونکي او باروړونکي وسایط کولی شي په عادي ډول له دې لارې تګ راتګ وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د نورستان او زابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې هم واورې شوې دي.

