د بهرنیو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د اسلامي امارت د مشرتابه د «اهل السنة والجماعة عقیده» کتاب د علمي او اعتقادي ارزښت په اړه غونډه جوړه شوې ده.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د اسلامي عقیدې په زدهکړه کې یاد کتاب اغېزمن بللی او د وزارت له کارکوونکو یې غوښتي چې کتاب په دقت مطالعه او زده کړي.
متقي ټینګار کړی چې د اسلامي ټولنې هر فرد باید د عقیدې له مسایلو سره بلدتیا ولري.
ياد وزارت وايي، په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر ترڅنګ مالي او اداري مرستیال محمد نعیم، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې رييس مفتي محمد طاهر احمد او د وزارت یو شمېر نورو چارواکو هم ګډون کړی وو.
دغه راز، له هېواده بهر د اسلامي امارت د سفارتونو او کونسلګریو او په مرکز او ولایتونو کې د استازولیو کارکوونکي هم حاضر وو.
سرچینه : شرق نیوز

