، د نورستان امنیه قوماندان اخترمحمد مزمل د کامدېش ولسوالۍ ته د خپل سفر پر مهال له ولسونو سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی چې د یادې ولسوالۍ امنیتي وضعیت په بشپړه توګه تر کنټرول لاندې دی.
د قوماندانۍ د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې، مزمل له خلکو غوښتي چې د پردیو تبلیغاتو ته غوږ ونه نیسي او ټینګار یې کړی چې د کامدېش ولسوالۍ ټولې سیمې د اسلامي امارت تر واک لاندې دي.
نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان پوځي رژیم نه یوازې کوم پرمختګ نه دی کړی، بلکې د پرمختګ توان هم نه لري.

