روسیې د اوکراین پر پلازمېنه کییف او شاوخوا سیمو د شپږمې پرله پسې ورځې لپاره هوايي بریدونه کړي دي.
د تازه معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او له لسو زیات ټپیان دي.
یوازې په کییف کې اته کسان وژل شوي چې درې ماشومان هم پکې شامل دي.
په بوریسپیل سیمه کې هم د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې یو کس وژل شوی او ۹ نور ټپیان شوي دي.
سرچینه : شرق نیوز

