کونړ کې د بېلابېلو مېوه لرونکو او غیرمېوه لرونکو نیالګیو د پلور کاروبار ورځ تر بلې غوړېږي.
پدې ولایت کې ډیری خلکو په خپل شخصي لګښت سلګونه قوريي جوړي کړي او ډول ډول نیالګې په روزل کیږي.
روح الله هغه کس دی چې ده د ډول ډول نیالګیو لویه قوریه جوړه کړې او د خپلی کورنۍ په ګډون لسګونه نورو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده
نوموړی وايې دنیالګیو دغه کاروبار د تیرو لسو کالو راهیسې کوي او په ټول کونړ کې دده د نیالګیو اخیستونکي ډير دي
روح الله وايې دده نیالګي د کونړ ولایت سربیره د هېواد نورو ولایتونو ته هم وړل کیږي.
د نیالګیو دغه قوریو ته د کونړ د بیلابیلو سیمو ګڼ شمېر خلک د اخیستو لپاره و رځي او د زوق لمخي ورڅخه نیالګي اخلي
د کونړ ولایت اوسېدونکي وايي یاد ولایت کې میوه لرونکي نیالګي د نورو ولایتونو په پرتله ښه او مثمر لرونکي دي
د نیالګیو د قوریو څښتنان که څه هم د خپله کاره خوښ دي خو د حکومتي مسولین څخه غوښتنه کوې چې دوۍ سره دې پروخت د کیمیاوې سرو او نورو برخو کې دې ورسره همکاري وکړي
راپور : پرویز مومند

