د روسیې دفاع وزارت ویلي، د اوکراین د جګړې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې یې د سومي ولایت د باچفسک سیمه تر کنټرول لاندې راوستې ده.
روسیه وايي د اوکراین په سومي سیمه کې نوره خاوره نیول شوې او د اوکراین پوځي تاسیسات په نښه شوي
د روسیې دفاع وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د دې عملیاتو پر مهال د اوکراین د پوځ اړوند د سون توکو او انرژۍ تاسیسات او همداراز هغه ترانسپورټي زېربناوې په نښه شوې دي، چې د پوځي اکمالاتو لپاره ترې استفاده کېده.
د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې، چې د هوايي دفاع سیسټمونو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین دوه هدایت کېدونکي هوايي بمونه، دوه اوږد واټن توغندي او ۴۴۵ بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.
په ورته وخت کې، روسي چارواکو ویلي چې ګربرا ډرونونو د اوکرایني ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو د توغولو مرکز او د ځواکونو د راټولېدو یوه سیمه د دابروپول په شاوخوا کې په نښه کړې ده.
سرچینه : باختر خبري اژانس

