د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد ویلي؛ د پچیراګام ولسوالۍ مرغې کنډو سیمه کې د یوه ډاټسن ډوله موټر د اوښتو له امله ۹ تنه شهیدان او ٨ نور ټپیان شوي دي.
حماد ویلي؛ په مړو کې درې ماشومان، درې ښځې او درې نارینه شامل دي.
د پېښې له رامنځته کېدو وروسته امنیتي ځواکونه او ځايي اوسېدونکي سمدستي سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې د روداتو ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي، چې دا مهال تر درملنې لاندې دي.
مسعود عربزی

