د نورستان ولایت ځايي چارواکو د برگیمټال او کامدیش ولسوالیو د سقوط په اړه خپرې شوې اوازې بېبنسټه بللې او ټینګار یې کړی چې دغه سیمې لا هم د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې دي.
د نورستان محلي ادارې ویلي، ځینې «له بهره تړلي کسان او مغرضې رسنۍ» دا اوازې خپروي، حال دا چې په یادو ولسوالیو کې امنیتي وضعیت د اسلامي امارت د ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.
د مسؤلینو په وینا، هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان له خاورې حتی یو لوېشت هم ونیسي او د سیمو امنیت خوندي دی.
بلخوا، د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم ویلي چې تېره ورځ شاوخوا څلور ټنه درمل او خوراکي توکي د چرخبالونو له لارې د برگیمټال او کامدیش ولسوالیو ته لېږدول شوي دي. د هغه په خبره، دغه مرستې د سیمې د اوسېدونکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره استول شوې او له خلکو سره د همکارۍ لړۍ به دوام ولري

