کابل کې د ایران سفارت نورستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله له اغیزمنو کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.
ایران سفارت په خپله اېکس پاڼه خپور کړي پیغام کې په نورستان او نورو ختیځو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له کبله خواشیني څرګنده کړې، قربانیانو ته یې د مغفرت او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هيله ښودلې.
نورستان کې وروستیو سېلابونو د ځاني تلفاتو ترڅنګ یو شمېر دولتي او شخصي تاسیسات هم ویجاړ کړي دي.
مسعود عربزی

