تیره ورځ د سختو بارانونو له امله د نورستان ولایت په مرکز پارون کې سیلابونه بهیدلي چې ځايي خلکو ته يي د سر او مال درانه زیانونه اړولې دي
د نورستان د ولایتي ادارې د ویاند فریدون صیمیم په وینا د ښاروالي ریاست هوټل هټۍ د ځايي خلکو کورونه هوټلونه او ملي پارک هم ددي سیلابونو له امله لمنځه تللي دي
هغه وايي تراوسه پورې د راوتلو سیلابونو له امله ۱۱۰ تنه نادرکه دي چې له دې جملي د ۲۳ تنو چې یوه میرمن اویوه ماشومه پکې شامل دي د ۱۴ تنو جسدونه موندل شوې چې د ۷ تنو هویت لا معلوم دي او د نورو د موندلو هڅې رواني دي او درې تنه نور ټپیان شوي هم دي
د صمیم په وینا په نادرکه کسانو کې د نورستان ښاروال او د هغه دوه ساتونکي هم شامل دي
هغه زیاتوي یادو سیلابونو شاوخوا ۳۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت مالي زیان اړولې دي
بل لورته د نورستان اوسېدونکي وايي سیلابونو ورته د سر او مال زیانونه اړولې دي
هغوۍ د مرکزي حکومت نړیوالو موسیسو او خیریه بنسټونو څخه د مرستي او همکاري غوښتنه کوې.
د نورستان خونړي سیلابونو له امله په واما ولسوالۍ کې هم د خلکو جسدونه موندل شوې او لاهم پدغه برخه کې پلټني رواني دي
بلخوا د نورستان د سرې میاشتې او پیښو ته د چمتووالي ادارې مسولین وايي په پام کې لري چې سیلاب ځپلو سیمو ته خپلې مرستې ور ورسوي
د ویلو ده چې د ننګرهار . لغمان او کونړ ولایتونو څخه روغتیايي اونور ټیمونه نورستان ولایت ته رسیدلي چې د شهیدانو په پلټنه او د ټپیانو په درملنه بوخت دي
راپور : پرویز مومند

