د ټولګټو چارو وزارت وایي د قوشتپې درزاب سړک رغنیزې چارې په دریو لاټونو کې په چټکۍ سره ادامه لري .
ددغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وایي ددغه سړک چارې یې د ۱ میلیارد او ۵۱۳ میلیونه او ۷۳۲ زره افغانیو په ارزښت، د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې دي.،
ویاند وایي دغه سړک د جوزجان ولایت د قوشتپې ولسوالۍ څخه پیلېږي او د همدې ولایت تر درزاب ولسوالۍ پورې غځېږي، چې په اوږدو کې یې د ۲ پایې پلونو، ۱۴۹ پایو پلګوټو او ۴۲۵۳ مترو استنادي دېوالونو د جوړولو چارې هم شاملې دي.
هغه وایي د دغه سړک لومړۍ برخه د ۴۴۶ میلیونه او ۲۷ زره افغانیو په لګښت جوړېږي، چې د نوآباد له سیمې څخه پیل او د تراغلي تر سیمې پورې رسېږي.
دده په وینا د یادې پروژې دویمه برخه د ۴۶۴ میلیونه او ۱۹ زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوې ده، چې ۱۷.۴ کیلومتره اوږدوالی لري او د ۵۵ پایې پلګوټو او ۹۷۰ مترو استنادي دېوالونو جوړول هم پکې شامل دي.
حق شناس وايي د دې سړک درېیمه برخه ۱۳.۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې رغنیزې چارې یې د ۶۰۳ میلیونه او ۶۸۴ زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي او د ۴۸ پایو پلګوټو او ۲۴۳۳ مترو استنادي دېوالونو جوړول هم پکې شامل دي.
ویاند زیاتوي د قوشتپې درزاب سړک د جوزجان ولایت له مهمو مواصلاتي لارو څخه دی، چې د قوشتپې او درزاب ولسوالیو په نښلولو سره د ترانسپورټي شبکې په پراختیا، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو په لېږد رالېږد کې اسانتیا رامنځته کوي او د خلکو د تګ راتګ د ستونزو په کمولو کې اغېزمن رول لري.
راپور : مسعود عربزی

