ننګرهار کې د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله ویلي ، چې تورخم دروازه نن سه شنبه یو وار بیا د راستنېدونکو افغان مهاجرو پر مخ پرانیستل شوه.
د نوموړي په وینا تورخم عمري کمپ کې د ټولو کمېټو کارکوونکي چمتؤ دي چې راستنېدونکو افغانانو لپاره غوره چوپړتیاوې وړاندې کړي.
بلخوا ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند مسئولينو ته سپارښتنه کړې، چې د راستنو شويو هېوادوالو ستونزې پر وخت حل او ښه خدمت يې وکړي.
تر دې څو ورځې وړاندې هم د افغان مهاجرینو د راستنېدو پرمخ یادې دروازې د خلاصون خبرونه خپاره شول، خو وروسته بیا پاکستاني لوري بېرته یاده لار تړلې وه.

