حسین مظفري د قزوين ولايت د «د جګړې د ملاتړ او د زيانمنو شويو سيمو د بيا رغونې» د کمېټې په غونډه کې وويل:
«موږ ټول پوهېږو چې دښمن هېڅ اندازه د باور وړ نه دی. ان که د تفاهم کوم تړون هم لاسليک شي، بايد ډاډه او بېغمه نه شو. موږ له دښمن سره هېڅ سوله نه لرو او دا تفاهم هم زموږ له هغوی سره د مبارزې يو پړاو دی.»
هغه زياته کړه:
«دا د بقا او شتون جګړه ده. موږ د خپلو دښمنانو د له منځه وړلو په لټه کې يو، او دښمن هم وخت ناوخت زموږ پر ضد همداسې خوبونه او پلانونه ويني.»
د قزوين د جمعې امام وويل:
«موږ د خپل شهيد امام د وينې د بدل اخيستلو غوښتونکي يو، او دا موخه به تر هغه پوره نه شي، څو د کفر او استکبار جبهه له منځه نه وي تللې او امريکايي ځواکونه په بشپړه توګه له سيمې نه وي وتلي.»
