د پنجشېر ولایت ځایي چارواکي وايي په دغه ولایت کې د زمردو په تازه داوطلبۍ کې ۳۲۰۸ قیراطه زمرد په ټولیز ډول په ۱۳۹ زره او ۴۰۰ امریکايي ډالرو وپلورل شول
د پنجشېر د مقام د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا داوطلبي د کانونو د څارنې او ساتنې پلاوي، د سیمهییزو مسوولینو او د قیمتي ډبرو د سلګونو سوداګرو په حضور کې ترسره شوه
په خبرپاڼه کې راغلي چې د زمردو د قانوني او شفافو داوطلبیو بهیر نه یوازې د ولایت عواید زیات کړي، بلکې د پانګوالو، د قیمتي ډبرو سوداګرو او ځوانو سوداګرو د جذب لپاره هم مهم فرصتونه برابروي
همداراز پدې داوطلبیو کې د سوداګرو پراخ ګډون د دې سبب شوی چې د پنجشېر زمرد نړیوالو بازارونو ته لا ښه ور وپېژندل شي او د قیمتي ډبرو په بازار کې یې ځانګړی نوم پیدا کړی دی
ځایي چارواکي د کانونو د ساحو پراخول او د زمردو شفافه پلورنه د عوایدو د زیاتوالي او د خلکو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو له مهمو لارو ګڼي

