د اسلامي امارت مرستیال ویاند پر اېکس ټولنیزه شبکه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د کمیټو ورځنی راپور خپور کړی دی .
پدې راپور کې راغلي چې د شنبې په ورځ له دوو ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران څخه په تازه ۱۰۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۰۱ تنه کیږي هیواد ته له بېلابېلو لارو بېرته وطن ته راستانه شول .
په راپور کې راغلي د تورخم له لارې (۷۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۷۰) تنه و، هېواد ته راستنې او د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې لخوا له تورخم څخه (۱۵۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۵۷) تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۵۶۱۳۳۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
راپور وایي تورخم کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۶۰) کورنۍ سره ټولټال (۱۳۵۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
پدې خپور شوي راپور کې لیکل شوي چې د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې (۱۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۹) تنه و، هېواد ته راستنې او د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له سپین بولدک څخه (۱۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۱) تنه و، بېلا بېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۱۸۲۲۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده
او د مالي چارو د تنظیم کمېټې لخوا له (۱۶) کورنۍ سره ټولټال (۱۳۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
سرچینه لیکي د نیمروز ولایت د ورېښمو پل له لارې (۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۹) تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده. همدارنګه (۱۷۵) تنه مسافر هم هېواد ته راستانه شوي
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱) کورنۍ سره ټولټال (۱۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د مرستیال ویاند له لوري د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د کمیټو ورځنی راپور خپور لیکل شوي چې اخوا د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې (۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۳) تنه و، هېواد ته راستنې او دغلته له (۶) کورنیو سره ټولټال (۴۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
راپور کې راغلي د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له کابل څخه (۱۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۱) تنه و، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۷۰۱۵۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
سرچینې زیاته کړې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې لخوا یادو راستنو شویو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
راپور : مسعود عربزی

