ټاکل شوې سبا دوشنبه د ننګرهار په ۲۲ ولسواليو کې د پوليو واکسين کمپاين پيل شي.
دا په داسې حال کې ده ،چې د دغه ولايت د عامې روغتيا چارواکي وايي سږ کال د دې ولايت په ښار او ولسواليو کې د پوليو ويروس پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي ،چې لامل یې په جبر له پاکستان راستانه شويو کې له دغه هيواد د پوليو ويروس انتقاليدل يادوي.
په ختیځ کې د کتلوي معافیت مسوولین وايي د دغه کمپاين په ترڅ کې به د درې زره عامه پوهاوي د ميرمنو په ګډون د شپږ زره رضاکارانو، پنځه سوه پنځه څلوېښت سوپرویزرانو ، يوسلو دیارلس کواردیناتورانو پرمټ په دغه ولايت کې نهه سوه او پنځه اتیا زره له پنځو کلونو کم عمر ماشومان واکسين شي.
د مسوولینو د معلوماتو له مخې بهسود ، چپرهار ، رودات او جلال اباد ښار هغه سیمې دې چې د پولیو پنځه پېښې په کې مثبت شوي دي او همدراز په ، بټي کوټ ، جلال اباد او بهسودو ولسوالۍ کې شپاړس محیطي پېښې ثبت شوي دي. په همدې حال کې په دغه ولايت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهې صندوق يا يونيسف ادارې په مالي مرسته د عامې روغتيا رياست په همکارۍ د ننګرهار د بيلابيلو دولتي ادارو وياندويانو ، خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو ته د عامه پوهاوي ورکشاپ ورکړل شو،چې پر مهال يې د روغتيا نړيوال سازمان ډبليو ایچ او او په دغه ولایت کې د یونیسف ادارې مسوولین دغه واکسين د پنځو پيښو د شتون سره تړلي وباله او زياته يي کړه چې تر ډير په دغه حوزه کې پوليو ويروس کنټرول شوی ،خو د شته پېښو لامل يې بهر څځه د ويروس انتقاليدل يادوي.
دلته مسوولینو همدراز په عامه پوهاوي ټينګار وکړ او له میندو او پلرونو يې غږ وکړ ، چې دغه نااعلاج رنځ څخه د خلاصون په موخه دې خپل ټول له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.
پوليو يو نااعلاجه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نلري او د فلج سبب ګرځي ، ډاکټران وايي دغه ناروغي څخه د ژغورنې يواځنۍ لار په هر ځل کمپاين کې ماشومانو ته هر ځل دوهرڅاکي واکسين کول يادوي.
راپور : مسعود عربزی

