پخواني امریکایي ډيپلوماټ زلمي خلیلزاد د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو پنځمې کالیزې پوره کېدو سره هم مهاله ویلي، امریکا باید له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان یوځای کېدو لپاره له کابل سره اړیکې ښې کړي.
خلیلزاد د متحده عربي اماراتو «نیشنل نیوز» سره په مرکه ویلي، د دې لپاره افغان حکومت باید د هغو امریکایي وګړو په اړه د امریکا اندېښنې حل کړي، چې لا هم له اسلامي امارت سره په بند کې دي، چې دا خنډ باید له منځه یووړل شي.
خلیلزاد زیاته کړې، امریکا باید د جیو پولیټیکو ګټو لپاره له افغانستان سره خپلې اړیکې او تعاملات زیات او پراخ کړي د هغه په خبره، افغانستان ته شا کول د ډېرو د لایلو له مخې یوه تېروتنه ده، چې دا کار په یوه ستراتیژیک مهم موقعیت کې تشه رامنځته کوي.
نوموړي په عین حال کې ویلي، که امریکا دا تشه ډکه نه کړي سیالان یې له ډکولو سره ډېره لېوالتیا لري.
مسعود عربزی

