د دمشق جنایي محکمې سهشنبه د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد پر وړاندې په غیاب کې د اعدام حکم صادر کړی دی.
د سوریې دولتي رسنیو د راپور له مخې، دغه حکم د قصدي وژنو، شکنجې، خپلسري نیونو او د بشریت ضد جرمونو په تورونو کې د اسد تر محکومېدو وروسته صادر شوی دی.
د سوریې دولتي تلویزیون «الاخباریه» د قاضي له قوله ویلي، چې بشارالاسد د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو د وژلو او نورو جرمونو په قضیو کې مجرم پېژندل شوی دی.
سرچینه : حریت

