د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير مولوي عبدالكبير پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په پروګرام کې ګډون وکړ.
وزیر وویل چې اسلامي امارت د راستنو شویو د غوره خدمت لپاره ګڼو ادارو ته دندې سپارلې او هڅه کېږي، چې اړمنو ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو اړینې مرستې ورسېږي.
وزیر څرګنده کړه، چې مرستې په راڼه ډول اړمنو ته رسېږي او په افغان سوداګرو یې غږ وکړ، چې د راستنو شویو لاس نیوی وکړي.
نوموړي پر هغو هېوادونو نیوکه وکړه، چې افغانان یې په جبري ډول اېستلي دي او له کډوالو سره یې په نرم چلند ټينګار وکړ.
هغه د خبرو پر دوام وویل، چې له اړوندو ادارو سره په خبرو بوخت دي، تر څو د راستنو شویو د مېنو په بیا رغونه کې ونډه واخلي.
پدې مراسمو کې د پکتیکا والي د راستنو شویو د غوره خدمت له امله له یاد وزارت څخه مننه وکړه او په دغې برخه کې یې د اسلامي امارت هڅې اغېزمنې وبللې.
هغه زیاته کړه، چې اسلامي امارت د ولس او راستنو شویو ستونزو ته متوجه دی او خپل امکانات له اړمنو نه سپموي.
د مرستو په دغې لړۍ کې، چې تر دې دمه په لوګر، پکتیا او پکتیکا کې بشپړه شوې، په هر ولایت کې زرو کورنیو ته خوراکي توکي وېشل کېږي، چې ۲۵ کیلو وریجې، ۱۰ کیلو لوبیا، ۱۰ کیلو نخود، ۵۰ کیلو اوړه، ۲۰ کیلو بوره او ۱۵ لېټره غوړي پکې شامل دي.
راپور : مسعود عربزی

