پاکستان د تېرې یکشنبې په شپه د افغانستان د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې د ملکي وګړو د مرګژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو ویاند، سټیفن دوجارېک، ویلي چې د دې ادارې سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د نړیوال بشري قانون د رعایت او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه یې کړې ده. نوموړي زیاته کړې چې بریدونه د کورنیو د بېځایه کېدو لامل شوي او مرستندوی بنسټونه د بیړنیو مرستو په رسولو بوخت دي.
یوناما تایید کړې چې په دغو بریدونو کې ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي، خو افغان حکومت د وژل شویو شمېر نږدې ۴۰ او د ټپیانو شمېر له ۱۶۰ څخه ډېر ښيي.
یونېسف د ماشومانو پر مرګژوبلې اندېښنه ښودلې او له ښکېلو لورو یې د ملکي وګړو د ساتنې غوښتنه کړې ده. اروپايي ټولنې هم بریدونه د اندېښنې وړ بللي او د ملکي وګړو د خوندیتوب او د نړیوال بشري قانون د رعایت غوښتنه کړې ده.
هند هم د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دا بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف دي او د سیمې سولې او ثبات ته زیان رسوي.
سرچينه: BBC

