د افغان حاجیانو د وروستي کاروان د راستنېدو په مناسبت په کابل کې رسمي هرکلی ترسره شو، چې حکومتي چارواکو پکې ګډون درلود.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په خپله وینا کې وویل چې سږکال د حاجیانو د لېږد او راستنېدو پروسه په منظم ډول ترسره شوه او نږدې ۳۰ زره افغانانو د حج فریضه ادا کړه.
هغه ټینګار وکړ چې د دې پروسې د بریا تر شا د بېلابېلو ادارو همغږي مهمه وه. په ځانګړي ډول یې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تنظیمي کارونو ستاینه وکړه.
ددي وزارت وزیر شیخ نور محمد ثاقب وویل چې د حاجیانو د انتقال په برخه کې هوايي شرکتونو مهم رول درلود، په ځانګړي ډول د آریانا افغان او کام ایر الوتنو له لارې زرګونه حاجیان په خوندي ډول تللي او بېرته راغلي دي.
هغه وویل همدارنګه د هوایي ډګرونو کارکوونکو، امنیتي ځواکونو او د سعودي عربستان حکومت هم د خدماتو او اسانتیاوو په برابرولو کې ونډه اخیستې
هر کال زرګونه افغان حاجیان د حج فریضه ادا کوي. د حج د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته د هغوی د راستنېدو ځانګړي مراسم ترسره کېږي، چې موخه یې د حج د عملیاتو ارزونه او د اړوندو ادارو د هڅو ستاینه ده
راپور : مسعود عربزی

