د خیبر پښتونخوا ایالت په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو سختو بارانونو، توپاني بادونو او ناڅاپي سېلابونو له امله په بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي او ۳۸ کورونو ته هم زیان اوښتی دی.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ځايي ادارې د ویاند په وینا، په مړو شویو کسانو کې دوه نارینه، درې ماشومان او یوه ښځه شامل دي.
دغه راز په ټپیانو کې اووه نارینه، یوه ښځه او ۱۱ ماشومان شامل دي.
د پي ډي اېم اې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له کبله ټولټال ۳۸ کورونه زیانمن شوي، چې له ډلې یې ۳۶ کورونو ته جزوي او دوو کورونو ته زیات زیان رسېدلی او نړېدلي دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه پېښې د خیبر، کوز دیر، بر دیر، مردان، شانګلې، باجوړ او کوز چترال په سیمو کې رامنځته شوې دي.
سرچینه : بي بي سي

