د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو او سیمهییزو مسایلو خبرې شوې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او اسرایلو له خوا د ایران پر وړاندې اقدامات د سیمې د بېثباتۍ لامل بللي او ټینګار یې کړی چې د جګړې پراختیا د ټولې سیمې په زیان ده. هغه همداراز د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې اړیکې مخ پر ودې بللې دي.
د وزارت د عامه اړیکو رییس، حافظ ضیاء احمد تکل، ویلي چې متقي د افغانستان او پاکستان رمنځ د وروستي وضعیت په تړاو د ایراني چارواکو مثبت دریځ ستایلی او د افغانستان اصولي موقف یې څرګند کړی دی.
د نوموړي په وینا، افغانستان د دواړو لوریو ترمنځ د معقولو غوښتنو د حل لپاره د مانا لرونکو او رښتینو خبرو ملاتړ کوي.
بلخوا، د ایران سفیر د امریکا او اسراییلو له لوري د پیل شوې جګړې په تړاو د خپل هېواد دریځ او وروستی وضعیت شریک کړی او د افغانستان او ایران ترمنځ دوهاړخیزې همکارۍ، په ځانګړي ډول سوداګري، یې مثبت ارزولې ده. بیګدلي همداراز ویلي چې د ایران مشرتابه د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي وضعیت له نږدې څاري او د دې کړکېچ د سولهییز حل غوښتونکی دی

