د ځايي سرچينو په حواله د خیبرپښتونخوا د چهارسدې په اتمانزو کې يو مشهور ديني عالم شيخ محمد ادریس د نامعلومو وسلهوالو کسانو له لوري په يوه بريد کې په نښه شوی دی
په ټولنيزو رسنيو کې په خپرو شويو ويډېوګانو کې د نوموړي پر موټر د مرميو نښې ښکاري
پولیس وایي برید هغه مهال وشو چې نوموړی د دارالعلوم اتمانزو یا دارالعلوم نعمانیه پر لور د حدیثو درس ورکولو لپاره روان و
سرچينه زياتوي نوموړي په دې پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی خو دوو ساتونکو ته يې زيان نه دی اوښتی

