د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې د هېواد هوايي ځواکونو تېره شپه د پاکستان د بلوچستان او خیبرپښتونخوا په ځینو سیمو کې د داعش او د وزارت پر مرکزونو هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د بلوچستان د پشین ولسوالۍ د سرانانو په سیمه کې یو ګډ مرکز په نښه شوی، چې ادعا کېږي په افغانستان کې د تخریبي فعالیتونو او بریدونو د همغږۍ لپاره ترې کار اخیستل کېده.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د خیبرپښتونخوا د قمبرخېلو په سیمه کې د داعش پر یوه مرکز او د چترال د شاه سلیم درې اړوند د ګرم چشمو په سیمه کې پر بل ګډ مرکز هم هوايي بریدونه شوي دي.
د وزارت په وینا، له دغو مرکزونو څخه په افغانستان کې د بریدونو پلانونه جوړېدل.
د دفاع وزارت ادعا کړې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې داعشیانو او د هغوی ملاتړو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
همداراز ویل شوي چې بریدونه په دقت ترسره شوي او ملکي تلفات نه لري.
وزارت ټینګار کړی چې د افغانستان هوايي دفاعي ځواکونه به هر هغه ځای په نښه کړي چې د افغانستان د امنیت د اخلال لپاره ترې استفاده کېږي.
سرچینه: دفاع وزارت

