د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیراحمد حقاني کاپیسا ولایت کې د خبریالانو فکري او عقیدوي سیمینار کې د ګډون پر مهال د پاکستان پوځي رژیم له لوري وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي، هغو کسانو ته چې زموږ ماشومان یې په خوب کې په ظالمانه بمباریو شهیدان کړل، باید وویل شي چې موږ له بمباریو او سختیو نه وېرېږو.
حقاني ویلي، افغانان نه وېرېږي او نه ماتې مني، افغانانو داسې څوک مات کړل چې تر تاسو په عصري تکنالوژۍ او وسلو ډېر سمبال و.
هغه وایي چې که څوک افغانان په بریدونو ډاروي، نو دا سوچ یې غلط دی.
هغه خپله وینا کې پاکستان د افغانستان دښمن بللی او خطاب کې یې ورته ویلي پاکستانه ته څوک یې چې موږ ستا فشار ته تسلیم شو؟
وزیر ویلي چې پاکستان به د خپلو ناسمو پالیسو له امله تجزیه شي.
دا څرګندونې له هغې وروسته کیږي چې د پاکستان پوځي رژيم دوه ورځې وړاندې په هوايي بمباریو کې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو په بېلابېلو سیمو لسګونه ولسي وګړي شهیدان او له ۱۶۰ ډیر ټپیان کړل .
دا پاکستاني پوځي رژیم دا وحشي او ظالمانو بریدونه په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شول او دغو بریدونو یو ځل بیا د عامو افغانانو غصه راپارولې ده.
سرچينه : باختر اژانس

