دوو امریکايي چارواکو سياېناېن تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې منځني ختیځ لپاره د ډونلډ ټرمپ ځانګړی استازی سټېف ویټکاف دوحې ته روان شوی دی.
تر اوسه مشخصه نه ده چې له هغه سره په دغه سفر کې د ټرمپ زوم جارېد کوشنر هم ملګری دی، که څنګه.
تر دې ورمخکې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر سېشنبه په دوحه کې د خپلو استازو او ایران ترمنځ د نویو مذاکراتو اعلان کړی او ویلي وو چې دا خبرې ښايي مهمې وي.
هغه دا هم ویلي چې دا کتنه د ایران په غوښتنه کېږي.
هممهاله یوه جګپوړي امریکايي چارواکي سياېناېن ته ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ په دې وروستیو کې پر یو بل له متقابلو بریدونو سره سره، د جګړې پای ته رسېدو هوکړهلیک په تړاو تخنیکي مذاکرات له پلان سره سم مخکې ځي.
خو دا په داسې حال کې ده چې د ایران بهرنیو چارو وزارت بیا د مذاکراتو هر ډول پلان رد کړی او ویلي دي چې د دوی استازي دوحې ته د ایران د شتمنیو د ازادېدو لپاره ځي.
د ایران د مذاکراتي پلاوي د تخنیکي برخې مشر کاظم غریبابادي د ځينو رسنیو هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې تهران له واشنګټن سره د سېشنبې په ورځ مذاکرات کوي.
سرچینه : بي بي سي

