د یمن حوثي ډلې ویلي چې د دوی ځواکونو له هغو سعودي جنګي الوتکو سره مقابله کړې چې د دوی په وینا غوښتل یې د ایران یوه ملکي الوتکه د صنعا په هوايي ډګر کې له ښکته کېدو وګرځوي.
د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع خبرداری ورکړی چې که سعودي عرب د هغه په وینا د یمن د هوايي حریم سرغړونې ته دوام ورکړي نو دا ډله به د سعودي عرب هوايي ډګرونه او په وچه او سمندر کې مهمې ګټې په نښه کړي.
هغه زیاته کړې چې د صنعا او تهران ترمنځ الوتنې به د احتمالي پایلو سره سره دوام ومومي.
د حوثیانو اړوند المسیره ټلویزیون راپور ورکړی چې یوې ایراني الوتکې د جمعې په ورځ صنعا ته الوتنه وکړه او د دې ډلې رسمي پلاوی یې د ایران د پخواني مشر علي خامنهاي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته ولېږداوه.
د راپور له مخې، په دغه الوتکه کې تر ۲۰۰ ډېر ناروغان هم وو.
په ورته مهال د سعودي عرب په مشرۍ ائتلاف د شنبې په سهار د حوثیانو د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې دا خبرې د یمن د خلکو پر وړاندې د دغې ډلې له کړنو د پام اړولو هڅه ده.
ائتلاف خبرداری ورکړی چې د سعودي عرب د په نښه کولو یا د یمن د ملي حاکمیت د نقض هر ډول هڅې ته به په غوڅ او ”بېساري ځواک” ځواب ورکړي.
سرچینه : بي بي سي

