د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېر ۱۴۴۷ کال په اوږدو کې له دغه ولایت څخه ۱۸۲ زره ۳۸۱ ټنه وچه او تازه مېوه د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادره شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې د تېر کال د صادرې شوې مېوې ټولیز ارزښت ۴۲۸ میلیونه او ۸۶۳ زره امریکایي ډالره کېږي.
د افغانستان مېوې چې د ځانګړي خوند او ښه کیفیت څخه برخمنې دي په دې وروستیو کلونو کې یې د صادراتو کچه په زیاتېدو ده او دا مهال د عوایدو له مهمو سرچینو څخه بلل کېږي.
سرچینه : باختر اژانس

