د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د وینې ورکونې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ویلي د وینې ورکړه د انسانیت ورورولۍ او اسلامي ارزښتونو نښه ده
هغه له خلکو وغوښتل چې د وینې ورکونې په برخه کې خپل انساني او ټولنیز مسوولیت ادا کړي او زیاته یې کړه که هر څوک په کال کې یو یا دوه ځله وینه ورکړي د زرګونو ناروغانو ژوند ژغورل کېدای شي
نوموړي د وینې ورکړه یوه ارزښتناکه بشري کړنه وبلله او ویې ویل چې په وروستیو کلونو کې د وینې بانکونو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره مهم ګامونه پورته شوي دي
بلخوا د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رئیس ډاکټر وحدت الکوزي ویلي افغانستان د وینې د زېرمو په برخه کې د ځانبسیاینې پر لور روان دی او دا مهال له جدي ستونزو سره نه دی مخ
د هغه په وینا تېر کال په ټول هېواد کې ۲۲۷ زره یونټه وینه راټوله شوې وه چې له دې ډلې ۲۱۰ زره یونټه ناروغانو ته وېشل شوې ده
دغه مراسم د رضاکارانه وینې ورکونې د فرهنګ د پیاوړتیا او عامه پوهاوي د لوړولو په موخه جوړ شوي وو

