د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې له امریکا سره احتمالي هوکړه به د یکشنبې په ورځ لاسلیک نه شي خو په راتلونکو ورځو کې د هغې د عملي کېدو او لاسلیک امکان شته
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې بقایي څرګنده کړې چې دا سند وروستۍ هوکړه نه بلکې یو تفاهم لیک دی چې د دواړو لورو ترمنځ د اختلاف مهم موارد پکې روښانه شوي دي
نوموړي زیاته کړې چې اوسنی تمرکز د سیمهییزو کړکېچونو او جګړو پر پای ته رسولو دی او د ایران د اټومي پروګرام موضوع به په دې پړاو کې د خبرو برخه نه وي
هغه ویلي چې د اټومي پروګرام په اړه به له شاوخوا ۶۰ ورځو وروسته جلا مذاکرات ترسره شي
په همدې حال کې د قطر یو پلاوی تهران ته رسېدلی او ټاکل شوې چې د وروستیو دیپلوماتیکو پرمختګونو او د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ د حل په اړه خبرې وکړي
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې له ایران سره به هوکړه د یکشنبې په ورځ لاسلیک شي او ورسره به د هرمز تنګي د پرانیستل کېدو اعلان هم وشي
قطر او پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځګړیتوب په هڅو کې مهم رول لوبوي

