د غزني ولایت مسوولین وایي د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي
د مسوولینو په وینا پېښه د غزني ښار اړوند د «روضې کوتل» په سیمه کې د یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي او یو ټېلر موټر ترمنځ رامنځته شوې ده
د پېښې لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي ښودل شوې ده
سرچینې زیاتوي چې په ټپیانو کې ۱۱ ښځې هم شاملې دي ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او د ځینو حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی

