د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ ویلي، د پاکستان لهخوا د ملکي افغانانو په نښه کول جنګي جرمونه بلل کېږي او عاملین یې باید حساب ورکړي.
بېنیټ د دغو بریدونو د بشپړې او خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د پېښو ټول اړخونه باید په شفاف ډول وڅېړل شي.
نوموړي ویلي، د بریدونو قربانیان او د هغوی کورنۍ د عدالت مستحق دي او باید د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره لازم اقدامات وشي.
هغه له نړیوالې جنایي محکمې هم غوښتي چې د دغو بریدونو موضوع له نږدې وڅېړي او د احتمالي سرغړونو په اړه لازمې څېړنې ترسره کړي.
بېنیټ ټینګار کړی چې د ملکي وګړو خوندیتوب باید تضمین شي او د نړیوالو بشري حقونو او بشري قوانینو رعایت ته جدي پاملرنه وشي.
د هغه په وینا، د دغو پېښو خپلواکه څېړنه او د مسوولیتونو روښانه کول د قربانیانو د حقونو د خوندیتوب او عدالت ته د لاسرسي لپاره مهم دي.
سرچينه: شرق نيوز

