د ټايلنډ د پلازمېنې بنکاک ښار په شمال کې په یوې شرابخونه کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه او ۶۳ نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه اورلګېدنه د یکشنبې شپې ناوخته د «رونګ بير نا لاټ فراو» په نوم بار یا شرابخونه کې رامنځته شوې ده.
د ټايلنډ چارواکي وايي، د بېړني وتلو لارو د بندوالي له امله ډېری کسان ونه توانېدل پر وخت له ودانۍ ووځي او د سخت لوګي او اور لمبو له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ټايلنډ لومړي وزیر انوټين چارنویراکول د دوشنبې په سهار د پېښې له ځایه لیدنه وکړه او ویې ویل، تر اوسه د ۲۷ قربانیانو جسدونه له ودانۍ ایستل شوي او ټول ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
چارواکو د اورلګېدنې د اصلي لامل د معلومولو لپاره پلټنې پیل کړې دي.
سرچینه : رویټرز

