دکورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو ریاست له لوري په کونړکې ۸۰۰ زده کونکو سره د قرطاسیې مرسته وشوه.
دکونړ ولایت امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان وایي دغه مرسته د مرکز اسعداباد په روزنتون کې د ۶۰۰ یتمو زده کوونکو او دناړۍ ولسوالۍ دبریکوټ لیسې د ۲۰۰ بې وسه زده کوونکو سره شوې چې په کې بکسې، قلمونه، کتابچې او نور توکې شامل دي.
د ناړۍ ولسوالۍ د پوهنې مدیریت مسولین دغه مرسته خورا مهمه بولي او د نورو دغه ډول مرستو او همکاریو غوښتنه کوې.
د سیمې قومي مشران وایې د زده کوونکوسره د کورنیوچارو وزارت شوې مرسته به د زده کړو بهير لا پياوړی کړي او دوی د دغه ډول مرستو د دوام هيله کوي
ناړۍ د کونړ هغه ولسوالي ده چې ډیورنډ فرضي کرښي ته نیږدي پرته ده موده وړاندي د پاکستاني پوځي رژیم د توغندیو له امله پکې ګڼ ښوونیز مرکزونه زیانمن شوي چې له امله يي د ګڼو زده کوونکو درسي بهیر هم ټکنی کړی دی
راپور : پرویز مومند

