د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت او د متحده عربي اماراتو حکومت په جلا جلا پیغامونو کې افغانانو ته د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کالیزې مبارکي ویلې ده.
د متحده عربي اماراتو حکومت ویلي، د دغه هېواد د دولت رییس شیخ محمد بن زاید آل نهیان او یو شمېر نورو اماراتي چارواکو د افغانستان د خپلواکۍ د کالیزې په مناسبت د اسلامي امارت مشر او رییسالوزراء ته د مبارکۍ پیغامونه استولي دي.
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان د خپلواکۍ د کالیزې په مناسبت افغانانو ته مبارکي ویلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې نن د زمري ۲۸مه، له برېتانوي استعمار څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۷مه کالیزه ده، چې اسلامي امارت هم په ځانګړو مراسمو سره ونمانځله.
سرچینه : حریت

