د افغانستان کرکټ بورډ وایي کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د ایرلنډ هیواد پر وړاندې د سیالیو لپاره خپل تمرینات پیل کړل.
بورډ لخوا رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي افغان اتلانو ایرلنډ ته د رسېدو وروسته د دوشنبې ورځ ماښام مهال هم د ایرلنډ پر وړاندې د ۵ یو ورځنیو سیالیو د مخه د غوره چمتووالي په موخه په انډور اکاډمۍ کې خپل تمرینات ترسره کړل.
سرچینه زیاتوي افغان ملي لوبډله به سبا چهارشنبه چې د اګست ۵مه نېټه کیږي د لومړۍ سیالۍ په موخه د ایرلنډ په وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي
سرچینه : کرکټ بورډ

