ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د پام وړ کمېدو له امله د پاکستان بېلابېل اقتصادي سکتورونه، په ځانګړې توګه سوداګر، صنعتکاران، ترانسپورټي شرکتونه او کارګران زیانمن شوي دي.
یادې رسنۍ ویلي، چې د پاکستان له لارې د افغانستان د مالونو د لېږد کمېدو، په خیبر پښتونخوا، په ځانګړې توګه پېښور کې د فابریکو، عمده پلورونکو، ګودامونو، ترانسپورټي شرکتونو او ګمرکي خدمتونو فعالیتونه له فشار سره مخ کړي دي.
ویل کېږي، چې د افغانستان په بازار کې د سمنټو، ودانیزو توکو، خوراکي موادو، درملو او نساجي محصولاتو د تقاضا کمېدو پر پاکستاني تولیدوونکو منفي اغېز کړی دی.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې هم ویلي، چې د سوداګریزو محدودیتونو او د مالونو د تګ راتګ د درېدلو له امله پاکستاني صادرونکو ته د سلګونو میلیونو ډالرو زیان اوښتی دی.
سرچینه : حریت

