د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، کابل نړیوال هوايي ډګر کې د کارګو الوتنو د پراختیا لپاره اسانتیاوې رامنځته شوي دي
د وزارت مسوولین وايي، د دغو اسانتیاوو په رامنځته کېدو سره به افغان سوداګر وکولای شي خپل صادراتي توکي په چټک، اسانه او خوندي ډول بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.
یادې څرګندونې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د عملياتي چارو مرستيال مولوي فتحالله منصور د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د کارګو الوتنو د ملاتړ او پراختیا په موخه یوې جوړې شوې غونډه کې کړيدي
نوموړي ویلي، د کارګو په برخه کې د مالیاتو د کمښت ترڅنګ، د ځمکني او هوايي ټرانسپورټ له لارې د توکو د لېږد لپاره ځانګړي تخفیفونه هم په پام کې نیول شوي دي.
د منصور په وينا، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د صادراتو او توکو د پروسس لپاره د یوه ځانګړي زون پر جوړولو هم کار روان دی چې سوداګریز توکي به په همدې ځای کې بستهبندي او پروسس شي او صادرونکو ته به لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
په دې غونډه کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د عملیاتي او تخنیکي چارو سلاکار غلام جیلاني وفا ویلي، افغانستان ته د نړیوالو کارګو لېږد به د حکومت او خصوصي پانګوالو په ګډې همکارۍ پيل شي.
د ټرانسپورټ وزارت مسوولین باور لري چې د هوايي کارګو د فعالیتونو پراختیا به د صادراتو د زیاتوالي ترڅنګ د هېواد پر اقتصادي وده هم مثبت اغېز ولري.
سرچینه : ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت

