پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په پلازمېنه اسلاماباد کې د یوه دولتي روغتون د ماشومانو په څانګه کې د اورلګېدنې له امله ۱۵ نويزېږېدلي ماشومان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، ښايي اور د روغتون د هوا سړولو د سیستم د خرابۍ یا د کمپرسور د چاودنې له امله رامنځته شوی وي.
ویل شوي، د اور وژنې او ژغورنې د عملیاتو پر مهال یو ماشوم له اور څخه ژغورل شوی دی.
تر اوسه پاکستاني چارواکو د پېښې د کره لامل او د قربانیانو د وروستي شمېر په اړه رسمي او بشپړ معلومات نه دي ورکړي.
سرچینه : امید راډیو

