د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، روانه اوونۍ د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ۱۴۱۶ تنه افغان کډوال راخوشې او هېواد ته راستانه کړي دي.
یاد وزارت ویلي، راخوشې شوي کسان په ډله ییز او انفرادي ډول نیول شوي وو، چې د مختلفو لاملونو له امله نیول شوي وو.
د کډوالو وزارت ویلي، د راستنو شویو کډوالو له ډلې یې ۱۰۸۳تنه د تورخم او ۳۳۳ تنه د سپین بولدک له لارې راستانه او د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
مسعود عربزی

